
(کابل ټيليګراف (سلواغې ۳۰– ۱۴۰۳ لمريزکال)
د بشري حقونو ۹ مؤسسو په یوه تازه را پورو کې ویلي، چې په ۲۰۲۴م کال کې د اروپا له پولو څخه په جبري ډول ۱۲۰ زرو څخه زیات کډوال ویستل شوي دي.
په دغه را پور کې ویل شوي، چې ډیر ځله دغه کډوال ان تر وهلو ټکولو پورې له اروپایي هېوادونو څخه شړل شوي دي.
سرچینه زیاتوي، په یادو مواردو کې داسي پېښې هم ثبت شوي چې کډوالو د سړې هوا له امله په ځنګلونو او سمندر کې خپل ژوند بايللی دی.
په زوره ایستل شویو کډوالو کې د بېلابېلو هېوادونو وګړي شامل دي.