خبرونهنړۍ

نیتن یاهو باید د خپلو کړنو حساب ورکړي

کابل ټیلیګراف د وږي ۲۰مه ۱۴۰۴ لمریز کال

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د اسرائیلي لومړي وزیر بنیامین نیتن یاهو لخوا د قطر په دوحه کې د حماس د دفتر په اړه څرګندونې غیر مسؤلانه وبللې. 

د بهرنۍ خبري اژانس په وینا، د قطر د بهرنیو چارو وزارت وویل: د نیتن یاهو ګواښونه د نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او هغه باید د خپلو کړنو حساب ورکړي. 

د اسرائیلي لومړي وزیر په وینا، قطر باید د حماس مشرتابه له خپل هېواد وشړي یا یې د قانون محکمې ته راولي. 

نیتن یاهو د قطر پر ضد اسرائیلي برید د پاکستان په خاوره کې د اسامه بن لادن پر ضد د امریکا د عملیاتو سره پرتله کړی وو. 

په یوه ویډیويي بیان کې نیتن یاهو ویلي وو چې دوی په قطر کې هغه ترهګر په نښه کړل چې د اکتوبر ۷مې د قتل عام طراحان وو.