
( کابل ټيليګراف (کب لومړی – ۱۴۰۳ لمريزکال )
سرچینې وایي، د ننګرهار ولایت د ګوشتې او لعلپورې ولسوالۍ په دوو سړکې سیمه کې د ترافیکي پېښې له امله دوه وروڼه مړه شوي دي.
دغه سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: یاده پېښه تېره شپه رامنځته شوې، خو واضحه یې نکړه، چې کومه ډول ترافیکي پېښه شوې ده.
په دغه ولایت کې طالبانو تر اوسه د یادې پېښې په اړه څه ندي ویلي.