افغانستانخبرونه

بلوچستان کې ۷ پنجابیان وژل شوي

( کابل ټيليګراف (کب لومړی – ۱۴۰۳ لمريزکال )

ناڅرګنده وسله والو د بلوچستان ایالات په رخني سیمه کې له یوه مسافر وړونکې بس موټر څخه ۷ پنجابیان را ښکته کړي او په ډزو یې وژلي دي.

سیمه ییز چارواکي وایي، یاد مسافر له پنجاب څخه کوټې ته په لاره وو، چې د ناڅرګنده کسانو له لورې تر پېژندلو وروسته له موټر څخه را ښکته او وویشتل شول.

د دغه برید پړه تر اوسه کومې ډلې په غاړه ندی اخیستې، خو تر دې مخکې بلوڅ بېلتونپالو ورته بریدونه ترسره کړي دي.