
( کابل ټيليګراف (کب لومړی – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د کرکټ نړیوالې شورا له لورې د پاکستان په کوربتوب د چمپینز ټرافي لوبې نن د پاکستان او نیوزیلینډ په لوبې سره پیل کیږي.
لومړۍ لوبه د افغانستان پر مهال ماسپښین یوه نیمه بجه پیل کیږي، دغه راز به سبا د هندوستان او بنګلدېش ترمنځ لوبه ترسره شي.
په دغه سیالیو کې به افغانستان خپله لومړنۍ لوبه د جمعې په ورځ د جنوبي افریقا سره ترسره کړي.
په چمپینز ټرافي لوبو کې تر ټولو ځوان لوبغاړی نوید ځدران او تر ټولو مشر لوبغاړی محمد نبي دواړه د افغانستان دي.
افغانستان د لومړي ځل لپاره په دغه سیالیو کې برخه لري.