
( کابل ټيليګراف (کب ۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
طالبان وایي، د روم اساسنامې پر بنسټ د نړیوالې جنایی محکمې په نامه جوړښت ته ځان مکلف نه بولي او پخواني جمهوري حکومت له خوا یادې اساسنامې ته الحاق هېڅ ډول حقوقي اعتبار نه لري.
په دې اړه د طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، د یادې محکمې تاریخ دا په ډاګه کوي چې د عدل او انصاف د اصل پر ځای یې د سیاسي تمايلاتو له مخې چلن کړی دی.
سرچېنې لیکلي، طالبان له هېوادونو سره د متقابل احترام او پر اصولو ولاړ تعامل غواړي، له دې تګلاری سره موافق نه دی.
اعلامیه کې راغلي، په رسمي ډول اعلانوي چې د روم پر اساسنامې مکلف نه دی او د پخواني جمهوري نظام له خوا یادې اساسنامې ته الحاق هېڅ ډول حقوقي اعتبار نه لري.
افغانستان په ۲۰۰۳ کال کې د یادې محکمې غړیتوب ترلاسه کړی دی.
د یادونې ده چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د جرمونو نړۍوالې محکمې یوه څارنوال، کریم خان له دې محکمې د طالبانو د مشر شیخ هبتالله اخوندزاده او د سترې محکمې رییس عبدالحکيم حقاني د نیولو غوښتنه وکړه.
یادې محکمې ویلي چې یادو دوو طالب چارواکو د ښځو حقونه نقض کړي دي.