افغانستانخبرونه

د چمپینز ټرافي سیالۍ؛ افغان لوبډله سبا له سوېلي افریقا سره لومړنۍ لوبه کوي

( کابل ټيليګراف (کب ۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

افغان کرکټ ملي لوبډله به سبا د اتلانو جام سیالیو په لړ کې خپله لومړۍ لوبه د سوېلي افریقا له ملي لوبډلې سره د پاکستان په کراچۍ ښار کې ترسره کړي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ګډون د اتو لوبډلو ترمنځ د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام سیالۍ پرون په پاکستان کې پیل شوې.

یاده سیالي به د افغانستان په وخت د ماسپښین په یوه‌نیمه بجه پیل شي.

په دغو سیالیو کې د افغانستان په ګډون د پاکستان، بنګله‌دېش، انګلستان، اسټرالیا، سوېلي افریقا، نیوزلېنډ او هند کرکټ لوبډلې برخه لري.

د یادونې ده، په دغو سیالیو کې به افغان لوبډله خپله دویمه لوبه د روانې فبروري میاشتې په ۲۶مه د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې سره ترسره کړي.