
( کابل ټيليګراف (کب ۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو ټولګټو وزارت وایي، د سالنګ لویه لار غرمه مهال بېرته د مسافرو وړونکو موټر پر مخ خلاصه شوه.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي چې یاده لویه لاره نن یوولس بجې د ټولو کوچنیو او لویو مسافرو وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شوه.
هغه وویل، د دغه وزارت کارکوونکي بوخت دي ترڅو یاده لویه لاره د باروړونکو موټر مخ هم خلاصه شي.
د یادونې ده چې د سالنګ لویه لاره بېګا شپه د واورې اورښت او طوفان له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.
د سالنګ لویه لار د افغانستان مرکز کابل لږ تر لږه د لسو شمالي او شمال ختیځو او شمال لویديځو ولایتونوسره نښلوي.