افغانستانخبرونه

طالبانو کابل کې دوه ښځې او دوه نارینه په دُرو ووهل

( کابل ټيليګراف (کب ۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو ستره محکمه وایي، په کابل ښار کې یې د دوو ښځو په ګډون څلور کسان په دُرو وهلي دي.

د طالبانو سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي، د کابل ولايت شکردرې ولسوالۍ ابتدائيه محکمې د پرېکړې له مخې د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو او له کوره د تېښتې په جرم او د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته چې پر زنا متهم وو؛  په دُرو وهلي دي.

سرچېنې لیکلی، ابتدائيه محکمې د یادو کسانو له ډلې يو مجرم پر يو کال تنفيذي بند او ۳۸ دُرو، دويمه مجرمه پر شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۸ دُرو او دوه متهمين پر يو ـ یو کال او شپږ ـ شپږ مياشتې تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ طالبانو په فاریاب ولایت کې درې کسان په دُرو وهلي و.

د طالبانو دغه کار په وار وار، خلکو، کورنیو او نړیوال بنسټونه غندلی دی خو دوی د غندونو او غبرګونونو سره خلکو ته د تعزیري سزا ګانو ورکولو ته دوام ورکړی دی.