افغانستانخبرونه

طالبان: د کورونو د کرایې د زیاتوالي په اړه شکایتونو ته به رسیدګي وشي

کابل ټیلیګراف – ۲۷ وری ۱۴۰۴ لمریز کال

د طالبانو د عدلیې وزارت وایي، په وروستیو کې د کورونو د کرایې د زیاتوالې په اړه به ورسره شریک شویو شکایتونو ته رسیدګي وکړي.

د دغه وزارت لخوا نن (چهارشنبه، ۲۷ وری) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د معاملاتو د لارښوونې دفترونو لخوا د زیاتو کمېشنونو اخیستلو او د کور مالکانو لخوا د کورونو د کرایې د لوړولو په اړه یې راپورونه ترلاسه کړي.

اعلامیه زیاتوي، دغه کړنه له کډوالو د بیرته راستنیدو په بهیر کې د ناوړه ګټې اخیستنې ښکارندویي کوي.

د طالبانو دغه وزارت زیاته کړې، که د معاملاتو د لارښوونې دفترونو مسوولین جایدادونه له مخکې د ثبت شوي نرخ څخه په لوړه بیه به کرایه ورکړي، یا د اصولو خلاف کمېشن واخلي، نو د قانون له مخې به ورسره چلند وکړي.

دې وزارت همدارنګه ویلي، که د جایدادونو مالکان د اوسنیو کرایه دارانو پر کورونو د کرایې بیه لوړه کړي، کرایه داران کولای شي د عدلیې وزارت ته شکایت وکړي، ترڅو دا وزارت د امنیتي بنسټونو په همکارۍ سره، سرغړوونکي مالکانو سره قانوني چلند وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې له کډوالۍ زیاتې کورنۍ را ستنې شوي او شکایتونه شوي، چې د کورونو کرایه تر بل هر وخت لوړه شوې ده.