
( کابل ټيليګراف (کب ۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
دې سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي چې د ماینونو او ناچاودو توکو د خطرونو په اړه یې د افغان سرې میاشتې ټولنې سره په ګډه د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره بېلابېل ملاتړي پروګرامونه پیل کړي دي.
د کمېټې په وینا، په دوه زره او څلورویشت کال کې، دوی د افغانستان په پنځو زونونو کې دوه لکه او درې څلوېښت زره کسانو ته د ماینونو او چاودېدونکو توکو د خطرونو په اړه معلومات ورکړي دي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا هم د افغانستان د ځمکې د ماینونو او چاودیدونکو توکو د ککړتیا په اړه خبرداری ورکړی و، او ویلي یې وو چې درې عشاریه درې میلیونه خلک د ماینونو او چاودیدونکو توکو په یو کیلومترۍ کې ژوند کوي.