افغانستانخبرونه

د سالنګ لویه لار د واورې ورښت له امله وتړل شوه

( کابل ټيليګراف (کب ۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

‏د طالبانو ټولګټو وزارت وایي، د سالنګ لویه لار د سخت توپان او واورې ورښت له امله وتړل شوه.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه لویه لار تېره شپه دوه بجې د ټولو باروړونکو او مسافروړونکو موټرو پر مخ په لنډمهالي توګه تړل شوې ده.

هغه زیاته کړې چې د ټولګټو وزارت پرسونل د هوا له ښه کېدو سره سم د دغې لویې لارې د بېرته پرانیستلو هڅه کوي خو تر هغې دې هېوادوال پر دغه لار له تګ راتګه ډډه وکړي.