
( کابل ټيليګراف (کب ۹ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو ټولګټو وزارت وایي، له ترکمنستان سره یې د اووه میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د اوسپنې پټلۍ اړوند برخو کې دوه هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د طالبانو د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د یاد وزارت د اوسپنيزې کرښې د مرستيال مولوي محمداسحاق صاحبزاده په مشرۍ تخنیکي پلاوي ترکمنستان ته د رېلي همکاريو د پراختيا په موخه سفر کړی دی.
حقشناس زیاتوي، په یاد سفر کې د اووه میلیون امريکايي ډالرو په ارزښت د هرات – تورغونډۍ سټېشن د پراختیا او د اقينې – اندخوی د پاتې ۱۰ کیلومتره اوسپنیزې کرښې بشپړول او د اندخوی – شبرغان د ۵۵ کیلومتره اوسپنیزې کرښې د سروې او تفصيلي ډیزاین اړوند دوه هوکړهلیکونه د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ له ادارې سره لاسلیک شول.
د افغانستان د ټولګټو وزارت ویاند وایي، ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د يادو پروژو پراختيايي تړونونه هم لاسليک شي، څو عملي چارې يې پيل شي.