
کابل ټیلیګراف – ۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
د اسرائیلو د دفاع وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد ته د ۸ سوه یمې الوتکې په رارسېدو سره، چې امريکايي وسلې يې لېږدولې، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې تر اوسه په ټوليزه توګه له ۹۰ زرو ټنو زياتې وسلې ته ور لیږدول شوي دي.
د دې وزارت په اعلاميه کې زياته شوې چې دا امريکايي وسلې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې راهيسې، چې پر غزې تړانګې جګړه پيل شوه، د ۹۴۰ الوتکو او کښتيو له لارې د فلسطين اشغال شويو سيمو ته رسېدلې دي.
وزارت زياته کړه: د يو پراخ لېږد عملياتو په چوکاټ کې، ۸۰۰مه الوتکه د سې شنبې په سهار د امريکا د هوايي او سمندري پل په توګه، چې د غزې د جګړې له پيل وروسته سمدستي پيل شو، په اسرائيل کې کښېناسته.
د یادونې وړده، چې له هغه وخته چې امریکا د اسرائیلو سره د وسلو مرستې پیل کړي، په غزه کې ۵۵ زره فلسطینیان وژل شوي دي.