
کابل ټیلیګراف – ۷ غبرګولي ۱۴۰۴ لمریز کال
اسرائيلي پوځ پر هغو فلسطينيانو ډزې وکړې چې د لوږې او تندې له امله بې حاله وو، چې له امله یې ګڼ شمېر فلسطینیان وژل شوي دي.
په غزه کې د اسرائيل او امريکا تر مشرۍ لاندې د مرستو وېش کې سخته بې نظمي رامنځته شوې ده، په داسې حال کې چې اسرائيلي پوځ پر لوږې او تندې اخته فلسطينيانو ډزې هم کړې، چې له امله يې ګڼ فلسطينيان وژل شوي.
سربېره پر دې، پر غزې د اسرائيل بريدونه هم دوام لري او د ۱۷ مياشتو څخه زياتې جګړې په ترڅ کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر له ۵۴ زرو څخه اوښتی دی.
په داسې حال کې چې حماس د امريکا د اوربند وړانديزونو سره موافقه کړې، خو اسرائيل يو ځل بيا دا وړانديزونه رد کړل.
په دې اړه يوې امريکايي ورځپاڼې ويلي چې اسرائيلو په غزې د روانو وحشیانه بريدونو وروسته اوس په نړيواله توګه منزوي شوی دی.