افغانستانخبرونه

عربي هېوادونو د غزې د بیارغونې لپاره یوه طرحه تصویب کړه

کابل ټيليګراف، کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي ویلي، چې د غزې د بیارغونې لپاره د دې هېواد طرحه د عربو مشرانو له لوري تصویب شوې ده.

دا طرحه د عربو مشرانو په بېړنۍ غونډه کې چې پرون (سه‌شنبه، د کب ۱۴مه) د مصر په پلازمېنه قاهره کې جوړه شوې وه، تصویب شوه.

دغه طرحه چې درې پړاوونه لري لومړی پړاو یې شپږ میاشتې دوام کوي، چې پکې د وېجاړیو پاکول، د موقتي کورونو جوړول او د نیمه‌ویجاړو کورونو بیارغونه شامل دي.

دویم پړاو یې چې دوه کاله دوام کوي، بیا هم پکې د وېجاړیو پاکول، د اوبو او برېښنا شبکو جوړول او د نورو استوګنیزو واحدونو جوړول شامل دي.

درېیمه مرحله یې، چې دوه‌نیم کاله دوام کوي، پکې د غزې د ټولو اوسېدونکو لپاره د کورونو جوړول، د صنعتي زون د لومړۍ فاز جوړول، د سوداګریزو بندرونو جوړول، د هوایي ډګر جوړول او نور عامه خدمتونه شامل دي.

په دې طرحه کې د غزې د بیارغونې لګښت ۵۳ میلیارده ډالر اټکل شوی.

دا طرحه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د هغې طرحې بدیل ګڼل کېږي، چې غوښتل یې فلسطینیان له غزې څخه وایستل شي او سیمه اشغال شي.