
کابل ټيليګراف، کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال
د طالبانو د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، د روژې په میاشت کې د مستحقو کسانو لپاره د مرستو چمتو کولو په موخه د انساني مرستو مؤسسې سره د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ .
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغې هوکړې له مخې به ، د کابل ولایت اړوند (۱۸۲۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو ته خوراکي مواد چمتو، همداراز د یتیم ماشومانو لپاره اختریزې کڅوړې هم ووېشل شي.
سرچېنې د معلوماتو له مخې، د دې پروژې مجموعي لګښت (۶۱) زره او (۹۷۳) امریکایي ډالره کېږي او د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ به د یوې میاشتې په ترڅ کې تطبیق شي.