راپورونه

طالبان راتلونکی کال ۱۶ میلیونه نیالګي کري خو هېوادوال د پخوانیو پالنه لومړیتبو بولي

( کابل ټيليګراف (کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، په ۱۴۰۴لمریز کال کې به په ټول هېواد کې څه باندې ۱۶ میلیونه بېلا بېل نیالګي کینول شي.

د دغه وزار ت مرستیال صدراعظم عثماني د نیالګیو کینولو په ملي پروګرام کې ویلي، چې د نيالګيو کېنول د انسان د ژوند يوه مهمه اړتیا ده او د کرنې وزارت د خپل پلان له مخې، په ۱۴۰۴لمريز کال کې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې څه باندې ۱۶ ميليونه بېلابېل نيالګي کېنوي.

خو افغانان د طالبانو له حکومته غواړي چې د کېنول شويو ونو سمه پالنه وکړي او پر وخت اوبه ورکړي.

دوی وايي، طالبان د هر کابل په بیل کې د نیالګیو د کینولو کمپانونه کوي خو د پالنې لپاره یې هیڅ برنامه نه لری. دوی وایي په بېلابېلو سيمو کې د نيالګيو ايښودلو ترڅنګ بايد د نيالګيو سمه پاملرنه وشي او په سمه او دوامداره توګه اوبه ورکړل شي

په ورته وخت کې د طالبانو تر واک لاندې د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د هېواد د سمسورتيا په موخه یې اوږد مهاله طرحه چمتو کړې، چې له مخې به یې په راتلونکو اوو کلونو کې په ټول هېواد کې ۲۰۰ میلیونه ونې کېښودل شي.

د يادې ادارې مسلکي مرستیال ملا زین العابدین عابد وايي، چې ، ياده طرحه د کابینې تر تایید وروسته، د منظورۍ لپاره د طالبانو مشر ملا هيبت الله ته استول شوې.

نوموړي زیاته کړه، چې د دغه پلان له مخې به تر ۱۴۱۰ کال پورې ټولټال ۲۰۰ میلیونه نیالګي کېنول شي چې پدې سره به د افغانستان ۱۰ سلنه خاوره په ځنګلونو بدله شي.

د ملا زین العابدین عابد په وینا، د ځنګلونو ساتنه هېواد له منفي اقلیمي بدلونونو څخه خوندي کولای شي.

په ورته وخت کې د کرنې د برخې یو شمېر پوهان وايي چې نیالګي د انسان او چاپېریال لپاره ډېرې ګټې لري او د هغو نیالګیو ساتنه ډېره اړینه ده چې کرل کېږي.