خبرونهنړۍ

بلوچستان کې چاودنې له امله ۸ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

( کابل ټيليګراف (کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د پاکستان د بلوچستان صوبې د خضدار سیمې په نال بازار کې د یوې چاودنې له امله ۳ تنه وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

سیمه ییز پولیس وایي، دغه چاودنه نن له غرمې وروسته رامنځته شوې، چې ټپيان نږدې روغتون ته لیږدول شوي دي.

پولیس وايي، د چاودنې وروسته  په یاد بازار کې اورلګیدنې له امله څو موټرې هم سوزیدلي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې د رامنځته کېدو د لامل او نوعیت په اړه معلومات ندي ورکړل شوي.