خبرونهلوبې

د چمپینز ټرافۍ دویمه نیمه پای لوبه؛ نیوزیلینډ افریقا ته ۳۶۳ منډې هدف وټاکه

( کابل ټيليګراف (کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د پاکستان په کوربتوب د چمپینز ترافي لوبو په دویمه نیمه پای لوبه کې نیوزیلینډ جنوبي افریقا ته د بریا لپاره ۳۶۳ منډې هدف وټاکه.

دغه لوبه د لاهور په قذافي لوبغالي کې ترسره کیږي، چې په کې نیو زیلینډ پچه وګټله او لومړی یې توپ وهنه پیل کړه او د شپږو لوبغاړو په سوزیدو سره یې ۳۶۲ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ لخوا راچن رویندرا او کین ولیمسن سلیزې جوړې کړې، دغه راز ډیرل مچل او ګلین فلپس ۴۹ ، نهه څلوېښت منډې جوړې کړې.

د جنوبي افریقې لخوا لونګي اینګیډي ۳، کګیسو رباډا ۲ او ویان ملډر یوه ویکټ واخیسته.

د یادونې وړده، چې هندوستان تېره ورځ اسټرالیا ته په ماتې ورکولو سره د دغه سیالیو پای لوبې ته لاره پیدا کړه.

ټاکل شوې د چمپینز ترافي سیالیو پای لوبه د راتلوونکې یکشنبې په ورځ د نن ورځې د ګټوونکي لوبډلې او هندوستان ترمنځ په دوبۍ کې کې ترسره شي.