افغان لوبغاړو د کرکټ د نړیوالې شورا د یو ورځینو سیالیو په تازه درجه بندۍ مخکې تګ کړی.

کابل ټيليګراف، کب ۱۵ – ۱۴۰۳ لمريزکال
د افغانستان کرکټ لوبغاړو د کرکټ د نړیوالۍ شورا د یو ورځینو سیالیو په تازه درجه بندۍ کې مخکې تګ کړی.
د کرکټ نړیوالۍ شورا د یو ورځېنو سیالیو تازه درجه بندي اعلان کړی، عظمت الله عمرزی د الرونډرانو په لېست کې لومړی محمد نبي په دوهم او راشدخان بیا په دریم ځای کې راغلی دی، په داسې حال کې چې د پاکستان انګلستان او سویلي افریقا یو لوبغاړی هم پکې شتون نلري.
په توپ اچوونکو کې بیا راشدخان په پنځم مقام کې راغلی دی، چې لومړی خای د سریلنکايي مهیش تیکشنا سره دی دا ځل د توپ وهنې برخه کې هم افغان لوبغاړی شامل دی چې ابراهیم ځدران پکې لسم مقام خپل کړی دی، دې برخه کې لومړی مقام له هندوستاني شوبمن ګل سره دی.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله تازه د اتلونو جام سیالیو هېواد ته ګرځیدلې چې په دې جام سیالیو کې یې د یوې ماتې او بریا سره د دریو نمرو په خپلو سره ښې لوبې ترسره کړئ چې یوه لوبه یې د باران له امله مساوي شوه چې ورسره جوخته افغان لوبډله له دې سیالیو بهر شوه