لوبې

د بنګله دېش کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر مشفیق الرحیم له ورځینو سیالیو استعفاه وکړه.

کابل ټيليګراف، کب ۱۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال

نوموړي  د خپلو یو ورځینو سیالیو پيل له ۲۰۰۶ کال څخه وکړ چې د خپل هیواد لپاره یې نږدې شل کاله کرکټ وکړ او بیل اخیر د اتلانو جام د سیالیو سره سم یې هېواد ته تر ستنېدو وروسته یې اعلان وکړ چې نور د خپل هیواد لپاره په یو ورځینو سیالیو کرکټ نه کوي او خپل ځای ځوانانو لوبغاړو ته پریږدي.

مشفیق الرحیم د بنګله دېش په کرکټ لوبډله کې د ویکټ ساتونکي او توپ وهنکي دنده پر مخ وړله چې د یوې مودې لپاره د دې لوبډلې لوبډلمشر هم و.

هغه ټوټال په ۲۷۴ یو ورځینو سیالیو کې د خپلې لوبډلې لپاره برخه اخیسته وه چې یوازې په ۲۵۶ کې د توپ وهنه کړې وه، چې په دې کې یې ۷۷۹۵ منډې جوړې په یادو منډو کې یې ۹ سلیزې او او ۴۹ پنځوسیزې شاملې وې، چې په یوه لوبه کې یې تر ټولو ډیرې منډې یو ۱۴۴ وې.

بنګله دېش کرکټ لوبډله چې تازه د اتلانو جام له سیالیو هیواد ته ګرځیدلې په وروستیو کې د کرکټ په نړیوالو جامونو او نورو سیالیو کې ښه نه ځلیږي، چې دې کار یې مینه وال هم غوسه کړي او په لوبډله او لوبغاړي یې نیوکې کړي چې خپلو لوبو ته پام نه کوي.

خو ۳۷ کلن مشفیق الرحیم بیا ویلي نور یې وخت دی چې پر ځای یې ځوان لوبغاړي لوبډلې ته راشي او د هېواد په بریاو کې ونډه واخلي.