
( کابل ټيليګراف (کب ۷ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو کورنیو چارو وزارت ومنله چې په بامیانو ولایت کې یې د یوه افغان په ګډون درې بهرنیان نیولي دي.
تېره ورځ ځینې راپورونه خپاره شول چې طالبانو په بامیان ولایت کې دوه د بریتانیا اوسېدونکي – چې خاوند او مېرمن دي – نیولي دي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره منلې ده چې دغه خاوند او مېرمن یې نیولي دي.
هغه ویلي چې د یادو کسانو سره یې یوه چینایي الاصل امریکایي او یوه افغان هم نیولي دي.