لوبې
روهیت شرما وايي له یو ورځینو سیالیو څخه رخصت نه اخلي.

دهندوستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر روهیت شرما وايي له یو ورځینو سالیو څخه رخصت نه اخلي او تر هغې چې په ځان کې د کرکټ کولو وړتیا ګوري د خپل هیواد لپاره په کرکټ ترسره کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د چمپنیزټرافۍ له ګټلو وروسته په خبري کنفرانس کې وکړئ. په لومړیو کې ویل کیدل چې روهیت شرما به د اتلانو جام له سیالیو وروسته له ورځینو سیالیو څخه استعفاه وکړئ خو نوموړي رسنیو ته ویلي چې په ځان کې لا د کرکټ کولو وړتیا ګوري او خپل کرکټ ته به دوام ورکړي.
روهیت شرما په اوس مهال کې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر دی چې له نړیوال جام وروسته یې ورته د اتلاانو جام هم په خپله لوبډلمشر کې د خپل هیواد پر نوم کړ.