افغانستانخبرونه

د ناروې د ولسي مرستو سازمان هم په افغانستان کې فعالیت درولی

کابل ټيليګراف (سلواغه 14مه– ۱۴۰۳ لمريز) 

د ناروې د ولسي مرستو سازمان نن په یوه اعلامیه کې ویلي، د ماین‌ پاکۍ هغه فعالیتونه چې د امریکا په ملاتړ سره د افغانستان په ګډون په ۱۲ هېوادونوکې ترسره کېدل، د ۸۵ ورځو لپاره ځنډول شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د دغه سازمان د ماین‌ پاکۍ چارې نه یوازې په افغانستان، بلکې د انګولا، کمبوډیا، عراق، کوزوو، لاوس، پالاو، پیرو، تاجکستان، اوکراین، ویټنام او یمن په ګډون په ۱۱ نورو هېوادونو کې هم درېدلي دي.

دغه سازمان زیاتوي چې د ماین ‌پاکۍ هڅې د نړیوالې بې‌وزلۍ د کمولو، امنیت ښه کولو، اقتصادي ودې او ثبات لپاره اغېزناکې دي.

دغه سازمان ټینګار کړی چې ماینونه او نور نا چاوده توکي د جګړو تر ختمېدو لسګونه کاله وروسته هم، د خلکو د ژوند، معیشت او پرمختګ پر وړاندې جدي ګواښ بلل کېږي.

دغه سازمان هیله څرګنده کړې چې د امریکا نوی حکومت د دغه حیاتي کار لومړیتوب ورکولو ته دوام ورکړي.

د اعلامیې له مخې، دغه سازمان به له امریکایي چارواکو او نورو اغېزناکو لوبغاړو سره خبرې وکړي، څو له ماینونو د پاکو او خوندي ټولنو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ډونالډ ټرمپ له واکمنېدو وروسته، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته د پیسو د لېږلو په ګډون، ټولې بهرنۍ مرستې، د درېیو میاشتو لپاره ځنډولي دي.