
کابل ټيليګراف – کب ۲۰ – ۱۴۰۳ لمريزکال
د افغانستان د فوټبال فدارسیون وایي، افغان لوبډله د روان میلادي کال اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه ټایلینډ ته ولاړه.
یاده لوبډله نن سهار مهال تللې ده او ټاکل شوې دغه سیالۍ د د روانې مارچ میاشتې په ۲۰مه په ټایلینډ کې پیل شي.
د افغانستان فوټبال فدارسیون د خبرپاڼې له مخې، افغان لوبډله به لومړۍ تمرینات کوي او بیا به اسیا جام سیالیو په C ګروپ کې د ایران، متحده عربي اماراتو او اندونیزیا له لوبډلو سره لوبېږي.