
( کابل ټيليګراف (کب ۱۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
په پنجشیر ولایت کې سرچینې وايي، د دې ولایت د حصه اول ولسوالۍ په یوه کان کې دوه کاریګر د واورې ښویېدنې لاندې شوي.
د سرچینو په وینا، دا پېښه نن (یکشنبه، د حوت ۱۲مه) له غرمې وروسته د سفیدچهر په سیمه کې د زمرد په یوه کان کې رامنځته شوې ده.
سرچینې زیاتوي، خلک په دې هڅه کې دي چې دغه دوه کسان ومومي، خو لا معلومه نه ده چې دوی مړه شوي او که ممکن ژغورل شي.
د سرچینو په خبره، دا کارګر د پنجشیر اوسېدونکي دي او کله یې چې له خپلو کورونو څخه د کان پر لور حرکت کاوه، د واورې ښویېدنې لاندې شول.
دوه ورځې وړاندې هم د پنجشیر د درې ولسوالۍ په یوه پېښه کې د واورې ښویېدنې له امله د طالبانو څلور غړي مړ او څلور نور ټپیان شوي وو.
پنجشیر یو غرنی او یخ ولایت دی، چې په ژمي کې یې اوسېدونکي د واورې ښویېدنې له ګواښ سره مخ وي.