افغانستانخبرونه

خلیلزاد: که ایران کې د افغان کډوالو د وژنې راپورونه رېښتیا وي بدې پایلې به ولري

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد وایي، که د ایراني پوله ساتو له لوري د افغان کډوالو د ډله ییزې وژنې راپورونه حقیقي وي نو په خبره یې، بدې پایلې به ولري.

د ایران د بشري حقونو یوه سازمان تېره ورځ (چهارشنبه) راپور ورکړی و چې ایراني پوله ساتو د دغه هېواد په کلګان سیمه کې پر شاوخوا ۳۰۰ افغان کډوالو ډزې کړي چې یوازې ۵۰ تنه یې ژغورل شوي دي.

 خو په افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي، پر افغان کډوالو د ډزو د راپورونو په تړاو ویلي، د هغه پلټنې ښیی چې د سراوان په سرحد کې د لسګونه ناقانونه کسانو د وژلو په تړاو راپورونه حقیقت نه‌لري.