افغانستانخبرونه

بنیټ: سلګونه افغانان په ایران کې د جاسوسۍ په تور نیول شوي

کابل ټیلیګراف – ۱۴ چنګاښ ۱۴۰۴ لمریز کال

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی، ریچارډ بنیټ وايي، چې سلګونه افغانان او د قومي او مذهبي لږکیو غړي په ایران کې د «جاسوسۍ» په تور نیول شوي دي.

هغه په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه ښوولې او ویلي يې دي، چې داسې راپورونه ورکړل شوي چې په رسنیو کې افغانان او لږکي ټولنې خاینان بلل شوي.

د هغه په وینا د افغان کډوالو او لږکیو پر وړاندې د تبعیضي، تاوتریخجنې ویناوې او د انسانیت ضد ژبه کارول شوې چې کرکه او تعصب ته لمن وهي.

له ایران څخه د کډوالو له ایستلو وروسته، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د خلکو ډله ییز ستنیدل هغه بحران ته ژوروالی ورکوي چې دمخه سخت دی.

دې سازمان اعلان کړی چې لسګونه زره خلک له ګاونډیو هېوادونو څخه په جبري توګه له سرپناه، سرچینو یا ملاتړ پرته ستنول کیږي.

په ورته وخت کې، یو شمیر هغه کډوال چې له ایران څخه ایستل شوي دي وايي چې د دوی د ایستلو پروسه له نیولو او ناوړه چلند سره مل وه. ځینې یې وايي چې د نیول شویو یو شمیر کسانو برخلیک لاهم روښانه نه دی.