
( کابل ټيليګراف (کب ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
په ملګرو ملتونو کې د چین استازي د طالبانو پر مشرانو د بندیزونو د لېرې کولو او سفر معافیت غوښتنه وکړه.
په دغه سازمان کې د چین دایمي استازي فوکانګ، د امنیت شورا په غونډه کې له دې سازمان څخه غوښتي چې د طالبانو مشرانو لپاره د سفر بندیز څخه معافیت په پام کې ونیسي.
ښاغلي کانګ ویلي، د طالبانو د بندیزونو لیست باید تعدیل شي ترڅو د اوسني افغانستان له حکومت سره د لا زیاتې اړیکې نیولو امکان برابر شي.
فو کانګ په خپله وینا کې ټینګار کړی چې په افغانستان کې د بشري مرستو بهیر باید دوام وکړي او بشري مرستې باید د فشار د وسیلې په توګه ونه کارول شي.
هغه د افغانستان د اسعاري زېرمو په اړه زیاته کړې، چې دا شتمنۍ د افغانانو پورې اړه لري او متحده ایالات باید له کومه شرط او قید یاده شتمني ازاده کړي.
چین له طالبانو سره نږدې اړیکي لري او په دغه هېواد کې یې په بېلا بېلو برخو کې پانګونه پیل کړې ده.