
( کابل ټيليګراف (کب ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د کندهار ولایت مرکز اړوند عینو مېنې ته څېرمه سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ او ۶ نور ټپیان شوي دي.
سیمه ییزې سرچینې وایي، دغه پېښه بیګا شاوخوا نهه بجې د ۳۰۴ ډوله مسافر وړونکي او پرونر موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.
د معلوماتو له مخې؛ په دغه پېښه کې یو تن مړ او شپږ نور ټپیان دي، چې ټپيان روغتون ته لیږدول شوي او د ځینو روغتیایي حالات هم نازک ښودل شوی دی.
تر اوسه طالبانو په دې اړه څه ندي ویلي.