
( کابل ټيليګراف (کب ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د طالبانو د کانونو وزارت وایي، په دغه هېواد کې د ټاپي پروژې د تطبیق په برخه کې هیڅ ډول ستونزه نشته.
د دغه وزارت ویاند همایون افغان وایي، په افغانستان کې د ټاپي پروژې په تطبیق کې هېڅ ډول ننګونه نشته او ښکېل هېوادونه دې ته ژمن دي چې دا پروژه به په ټاکلي وخت کې بشپړه کړي.
هغه زیاته کړې، تر اوسه د پایپ لاین مسیر ۱۷.۴ کیلومتره بشپړ شوی او ۱۰.۲ کیلومتره نور د لېږد ځای ته رسېدلي دی.
هغه وایي، ۹.۲ کیلومتره ځمکه د پایپ لین لپاره پاکه شوې او ۸ کیلو متره پایپ لین تر اوسه نصب شوی دی.