خبرونهنړۍ

د جرمونو نړیوالې محکمې د پرېکړې له مخې د فیلیپین پخوانی ولسمشر نیول شوی

( کابل ټيليګراف (کب ۲۱ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د جرمونو نړیوالې محکمې د بشریت پر وړاندې د جنایت په تور د فیلپین د پخواني ولسمشر رودریګو دوترته د نیولو حکم کړی وو.

د یاد هېواد د ولسمشرۍ دفتر ویلي، ښاغلی دوترته د هانک کانګ څخه د را ستنیدو پر مهال د مانیلا په هوایي ډګر کې نیول شوی دی.

دوترته تورن دی چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د خپلو خونړیو عملیاتو پر مهال یې د زرګونو کسانو وژنې ترسره کړې.

تر اوسه څرګنده نه ده چې ۷۹ کلن دوترته چېرته لېږدول شوی او څه وخت به د جرمونو نړیوالې محکمې ته وسپارل شي.