افغانستانخبرونه

نړیوال بانک د افغانانو د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې

کابل ټيليګراف (د مرغومې ۲۹مه– ۱۴۰۳ لمريز)

نړیوال بانک په افغانستان کې د خلکو د ناوړه اقتصادي وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یي دي چې په دغه هیواد کې لوږه او د خوړو ناامني د تېرې لسیزې په پرتله زیاته شوې.

دغه بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د کافي معلوماتو د نشتوالي له کبله د افغانستان لپاره د اقتصادي ودې وړاندوینې نه وړاندې کېږي.

اعلامیې زیاته کړې د افغانستان اقتصاد به له محدودې ودې سره مل وي چې یوه برخه یې د بیو د لوړوالي او کموالي له کبله ملاتړ کېږي.

 دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د امریکا لارنس پوهنتون ویلي و، چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، شاوخوا ۹۰ سلنه افغانان له لوږې سره مخ شوي دي.