سیمه

بلوڅ بیلتون پال: که ۲۴ ساعتو کې د بندیانو تبادله ونشي ۱۵۰ بندیان وژنو

( کابل ټيليګراف (کب ۲۲ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

وروسته تر هغې چې د بلوڅ بلتونپالو د بلوجستان په ساحه کې د جعفر ایکسپریس په اورګاډي  حمله وکړه او په زیاته شمیر خلک یې پکې یرغمل ونیول له جملې یې ۵۰ تنه چې  د دوي پر وینا د پاکستان د استخبارتي ادارې او نورو امنیتي ادارو کسان و د پاکستاني خواکونو د عملیاتو د پیل په غبرګون کې وژلي دي.

دغې ډلې په یوې اعلامیه کې ویلي که حکومت په ۲۴ ساعتونو کې د بندیانو تبادلې ته تیار نشي نو دوي به پاتې ۱۵۰ تنه هم ووژني.

بل پلو د پاکستان ځواکونو  یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چې د دوي عملیات پای ته رسیدلي او ۳۴۶  یرغمل کسان یې خوشې کړي دي، او پکې د بلوڅ ازادۍ غوښتونکو ۳۲ غړي هم وژلي دي.

بلوڅ ازادۍ غوښتونکو دوي ته د اغوښتې مرګ ژوبلې او د یرغمل کسانو د خوشې کېدو په تړاو څه نه دي ویلي.

د بلوچستان ازدۍ غوښتونکو د تېرې سې شنبې په  جعفر ایکسپریس په اورګاډي  په بلوچستان کې حمله وکړه چې پکې ۴۵۰ مسافر یې پکې یرغمل کړل دوي ویلي و چې یاد اورګاډي کې پاکستاني پوځیان او د هغوي نور کارکونکي و

چې یو شمیر یې ووژل او یو شمیر نور چې د دوي په وینا عام خلک و خوشي کړي.