خبرونهنړۍ

ترکیه کې داعش سره د اړیکو په تور ۹۹ کسان نیول شوي

د ترکیې امنیتي ځواکونو په دغه هېواد کې د ځانګړو عملیاتو پرمهال ۹۹ کسان داعش سره د اړیکو په تور نیولي دي.د ترکیې خبري اژانس اناتولي په یو راپور کې ويلي چې دغه عملیات تېرو درېیو ورځو کې هممهاله په ۲۶ ولایتونو کې ترسره شوي دي.د سرچېنې په وینا، یاد عملیات د ترکي پولیسو او د ترهګرۍ سره د مبارزې ځانګړو ځواکونو ترسره کړي دي.بلخوا د ترکیې د کورنیو چارو وزير علي یرلي کایا په یو بیانیه کې د دغو عملیاتو د تایید ترڅنګ د دغو عملیاتو د دوام خبر ورکړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د اناتولي اژانس د معلوماتو له مخې تېر کال په دغه هېواد کې د ۱۲۲ عملیاتو پرمهال د داعش ډلې سره د تړاو په تور ۴۲۶ کسان نیول شوي دي.

تازه ملګرو ملتونو په افغانستان کې هم د داعش ډلې د فعلیتونو په اړه اندیښنه ښودلې.