
( کابل ټيليګراف (کب ۲۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د سورېې د مؤقت حکومت مشر احمد شرع، پرون د سوریې د ملي امنیت شورا د جوړولو لپاره یو فرمان صادر کړ.
د شرع دفتر ویلي چې دا شورا به د دولت په وړاندې د ننګونو په ګډون، د «امنیتي او سیاسي تګلارو د همغږۍ او مدیریت» په اړه پرېکړې کوي.
ویل کیږي، چې د بهرنیو چارو، دفاع، کورنیو چارو وزیران او د سوریې د استخباراتو سازمان مشر به د دې شورا غړي وي.
د سوریې د موقت ولسمشر د فرمان له مخې، په دې شورا کې به دوه سلاکاران او یو تخنیکي کارپوه هم د احمد شرع له خوا ټاکل کېږي.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې په تېرو ورځو کې د سوریې دولتي ځواکونو د بشار اسد پورې تړلو ځواکونو سره په لوېدیځه سوریې کې خونړۍ نښتې درلودې.
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان د شمېرو له مخې، په دې نښتو کې له زرو څخه زیات کسان وژل شوي، چې ډېری یې علوي شیعهګان وو.
د سوریې د بشري حقونو د څار سازمان راپور ورکړی چې په وروستیو پېښو کې د وژل شویو کسانو په منځ کې ۷۴۵ ملکي وګړي، ۱۲۵ د سوریې د حکومت امنیتي ځواکونه او ۱۴۸ د اسد د رژیم اړوند کسان شامل دي.
د سوریې دفاع وزارت تر دې مخکې اعلان کړی و چې د دې هېواد د پوځ عملیات د بشار اسد پورې تړلو ځواکونو پر وړاندې پای ته رسېدلي دي.