خبرونهنړۍ

ټرمپ: هېڅوک به د فلسطین له خاورې ونه ایستل شي

( کابل ټيليګراف (کب ۲۳ – ۱۴۰۳ لمريزکال )

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې د غزې د اوسېدونکو د لېږدولو له خپل پخواني پلان څخه شاتګ وکړ.

ټرمپ د ایرلنډ له لومړي وزیر مایکل مارتین سره په سپینه ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «هېڅوک به د فلسطین له خاورې ونه باسي.»

ډونالډ ټرمپ تر دې مخکې په څو ځله ټینګار کړی و چې متحده ایالات غواړي غزه تر خپل کنټرول لاندې راولي او د دې سیمې اوسېدونکي باید نورو سیمو لکه مصر او اردن ته ولېږدول شي.

د ټرمپ له خوا د غزې لپاره وړاندې شوی پلان د نړیوالو له سختو نیوکو سره مخ شوی و.

د حماس ډلې د فلسطینیانو په اړه د ټرمپ له تازه  څرګندونو هرکلی کړی دی.

د حماس ویاند حازم قاسم په یوه بیان کې لیکلي: «که د ټرمپ څرګندونې د غزې تړانګې د خلکو د لېږدولو له هر ډول نظر څخه د شاتګ ښودنه کوي، دوی یې هرکلی کوي