
( کابل ټيليګراف (کب ۲۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
وروسته تر هغې چې د پاکستان له لوري د تورخم دروازه د هر ډول تګ راتګ او سوداګرې په پار بنده شوه د افغانستان او پاکستان سوداګرو د بار بار هڅو سره بیا هم په ذې ونه توانیدل چې د پاکستان حکومت د دوازې خلاصیدو ته قانع کړي.
اوس د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنعت ګډې خونې له اسلاماباده غوښتي چې له طالبانو او منځنۍ اسیا هېوادونو سره دې د سوداګرۍ ناورین د حل لپاره بېړنی اقدام وکړي.
د دغه بنسټ مشر جنید مکدا د پرون د تورخم دروازې بندېدو له امله د پاکستان پر ټرانزیتي مالیاتو، اقتصاد او سیمهییزې سوداګرۍ د ناوړه اغېزو خبر ورکړی دی نوموړي ویلي چې د دغه وضعیت د دوام په پایله کې د پاکستان اقتصاد ته د احتمالي زیان په تړاو خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې دا وضعیت به سوداګر اړ کړي تر څو د پاکستان لارو پر ځای د ایران بندرونه وکاروي او دا کار به زمونږ سوداګرۍ ته اوږدمهاله زیان ورسوي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې رییس ټینګار کړی چې د دغه بنسټ له هڅو سربېره، وضعیت لا هم هماغسې پر خپل ځای پاتې دی، او زیاته کړې یې ده چې یاد وضعیت به حالت دواړو لوریو ته ډير خراب کړي چې بیا به یې جبران کول ستونزمند شي
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم دروازې ستونزه لا هم نه ده حل شوې او دغه دروازې له نږدې میاشت کیږي چې د دواړو لوریو لخوا بنده ده