عامر خان دریم ځل لپاره واده کوي

( کابل ټيليګراف (کب ۲۴ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د بالیووډ پیژندل شوي مسلمان لوبغاړي عامر خان د خپلې ۶۰ کلیزې پر مهال د خپلې نوې معشوقې په اړه خلکو ته معلومات ورکړي
د هندي رسنیو په وینا عامر خان د مارچ په ۱۴مه ۶۰ کلن شو او د خپلې ۶۰مې کلیزې په مناسبت یې له رسنیو سره په خبرو کې له ګوری سپریټ سره د خپلې اړیکې پخلی کړی عامر خان له ګوري سره د اړیکې په اړه ویلي چې له ګوري سره ۲۵ کاله مخکې اشنا شوی و او اوس دواړه همکاران دي چې له تېر یو نیم کال راهیسې یو بل ته ډیر نږدې دي.
خو خان دا نه ده روښانه کړې چې ګوريې په پروډکشن کې څه کار کوي
امیر خان ویلي چې په ۶۰ کلنۍ کې نه پوهېږي چې واده وکړي که نه خو زیاته کړې یې چې ګوری سپریټ ته له بل هر وخت ډیر نژدی دی ،هغه همدارنګه زیاته کړې چې اولادونه یې ورته ډير ګران دي غواړي چې تل له پخوانیو میرمنو سره ښې اړیکې ولري
د هندي رسنیو په وینا، گوري د عامر پروډکشن هاوس کې کار کوي، نوموړې په بنګلور کې اوسیږي، پخوا یې واده کړی و او جلا شوی یو شپږ کلن زوي هم لري په داسې حال کې چې د ګوري پلار ایرلینډی او مور یې تامل ده.
د یادونې وړه ده چې امیرخان تر دې وړاندې لومړی د فلم پروډيوسرې رينا دتا سره واده کړى و، چې دوه ماشومان يې جنيد او ايرا خان دي او بیا سره جلا شول تر هغې وروسته یې دويمه مېرمن يې ډايريکټره کرن راو وه، چې عامر په ۲۰۰۵ کال کې واده وکړ او په ۲۰۲۱ کال کې سره جلا شول، عامر له کرن راو څخه يو زوى ازاد لري.