
( کابل ټيليګراف (کب ۲۶ – ۱۴۰۳ لمريزکال )
د امریکا د پوځ لویه قومانداني وايي، په عراق کې يې د دغه هېواد له پوځيانو سره په ګډو عملیاتو کې د داعش د مرستیال ابو خدیجه مېرمن ام حسین نيولې ده.
تر دې وړاندې داعش ډلې دغه جګړپوړی قوماندان او مرستیال عبدالله مکي مصلح الرفيعي چې په ابو خدیجه مشهور دی، د امریکا د پوځ لخوا د عراق په النبار ولایت کې وژل شوی وو.
تازه د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ پرون اعلان وکړ چې د داعش ډلې فعاله غړې او د دغې ډلې د مرستیال ابو خدیجه مېرمن ام حسین چې د چیچن اوسېدونکې ده په عراق کې د عملیاتو پرمهال ونیول شوه.
د سرچینې په وینا، دغه عملیات چې د عراقي ځواکونو په همکارۍ ترسره شوي دوه نور داعش وسله وال هم په کې نيول شوي دي.