افغانستانخبرونه

بلوچستان کې ۳۶ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله واوښته

( کابل ټیلیګراف – ۲۶ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )

د پاکستان د بلوچستان صوبې په نوشکې ولسوالۍ کې نن سهار د سړک غاړې ماین چادونې له امله لس پاکستاني پوځیان وژل شوي او ۲۶ نور ټپيان شوي دي.

دغه پېښه د موټرو په هغه کاروان رامنځته شوې، چې په رخصتۍ روان پاکستاني پوځیان یې له سیمې لیږدول.

سیمه ییزې سرچینې وایي، د دغه چاودنې پر مهال د ډزو غږونه هم اوریدل شوي.

په ورته وخت کې بلوڅ ازادۍ غوښتوونکو د یادې پېښې مسؤلیت منلی او زیاته کړې، په دغه چاودنه او ډزو کې ۹۰ پاکستاني پوځیان وژلي دي.