خبرونهنړۍ

امریکا کې د طوفانونو له امله ۳۱ تنه مړه شوي

( کابل ټیلیګراف – ۲۶ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )

د امریکا متحده ایالاتونو په لویدیځو او جنوبي سیمو کې د طوفانونو له امله د پراخه مالي زیانونو ترڅنګ ۳۱ کسان مړه شوي.

را پورونه وایي، د دغه طوفان سرعت په ساعت کې ۱۳۰ کیلو متره ښودل شوی دی.

په خپرو شویو ویډیو ګانو کې لیدل کیږي، چې طوفان د ګڼ شمېر فلزي ودانیو چتونه نړوي او له امله یې هر ډول تګ راتګ هم دریدلی دی.

تر دې وړاندې د امریکا په لاس انجلس کې د اورلګیدنې له امله پراخه مالي او ځآني زیانونه اوښتي وو.