
( کابل ټیلیګراف – ۲۷ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )
امريکا نن د يمن ساحلي ښار حديده (Hodeidah) باندې بريد وکړ چې په ترڅ کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۳ تنو ته ورسید.
د رسنيو د راپورونو له مخې، د امريکا په بريد کې د مړو شوو کسانو په ډله کې د حوثي مشر انصارالله عبدالملک هم شامل دی.
د امريکا يوه چارواکي دعوه کړې چې د یمني حوثیانو ۱۱ بې پیلوټه الوتکې یې هم ویشتلي دي او دغه راز د حوثیانو لخوا ویشتل شوی يو توغندی د يمن په نزدې سمندر کې لګیدلی.
د امريکا چارواکو ویلي، دې توغندي دوی ته کوم زیان ندی اړولی، خو حوثيانو اعلان کړی و چې دوی به په احمر سمندر کې د امريکې مال وړونکي سمندري بېړۍ په نښه کړي.
بل خوا ملګرو ملتونو د دې بريدونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له امريکې او يمني حوثيانو څخه يې غوښتنه کړې چې پر يو بل بريدونه ودروي.