
کابل ټیلیګراف – ۲۷ کب ۱۴۰۳ لمریز کال
وروسته تر هغې چې ډونالډ ټرمپ د امریکا په ټاکنو کې بریا خپله کړه په افغانستان کې یې د دې هیواد پروژې او مرستې وځنډولې چې دې کار د نورو برخو ترڅنګ د روغتیا په برخې هم خپلې اغیزې پیدا کړئ تازه د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې په افغانستان کې یې اتیا سلنه روغتیایي مرکزونه د تړلو د ګواښ سره مخ دي
د افغانستان لپاره د دې سازمان څانګې نن ویلي، که مالي ملاتړ یې ونشي نو په دې هیواد کې د چلیدونکي هلته اتیا سلنه روغتیاي مرکزونه به وتړل شي چې د ښځو، ماشومانو، بوډګانو، بې ځایه شویو او کډوالو په ګډون په میلیونونو کسانو ترې روغتیاي او مشورتي خدمتونه ترلاسه کول
دا اداره په خپله اعلامیه کې ویلي چې د روانې میلادي میاشتې پر څلورمه د مالي ملاتړ د نشتوالی له امله یې ۱۶۷ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او ور سره ۲۵ ولایتونو کې ۱۶ لکه کسان د دوی له اړینو روغتیايي خدمتونو بې برخې شوي دی.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ور کوي چې له سملاسي ګام پورته کولو پرته د روان کال تر جون میاشتې د دوی ۲۲۰ نور روغتیايي مرکزونه هم بندېږي او له امله یې ۱۸ لکه افغانان له لومړنیو روغتیايي خدماتو بې برخې کېږي.
د دې روغتیایي مرکزونو تړل کېدو سره د افغانستان شمالي، شمال ختیځ او لوېدیځ ډېر اغېزمنېږي چې پکې د روغتیا نړیوال سازمان دریمه برخه روغتیايي خدمات په ټپه درېږي، چې د ژر پېښېدونکي روغتیايي ناورین اندېښنې زیاتوي.
دا مرکزونه په داسې حال تړل کېږي چې افغانستان د شري، ملاریا، د ماشومانو فلج، ډینګې او کانګو تبې په ګډون له مختلفو روغتیایي ستونزو سره لاس ګرېوان دی.
د طالبانو واکمنېدو سره په افغانستان کې ورځ تر بلې په زیاتو خدماتي ادارې زیاینمنې کیږي چې روغتیايي برخه یې یو له لویو برخو څخه شمېر کیږي.