لوبې
د ای پي ایل لیګ د پیل په مراسمو کې د سټیج چارې شاردا کپور ته سپارل شوي

کابل ټیلیګراف – ۲۷ کب ۱۴۰۳ لمریز کال
د ای پي ایل کرکټ لیګ چې د روانې مارچ میاشتې په ۲۲ نېټه پیل کیږي د پیل مراسمو ته یې د کرکټ نړۍ سربیره د بالیوډ مشهورې څېرې او سندرغاړي هم دعوت شوي دي د لیګ په پرانیستې مراسمو کې به د بالیوډ سیمنا دوه مشهور لوبغاړي شاردا کپور او ورون داون خپل نیمایشونه وړاندې کړي همدا رنګه شاردا کپور به د سټیج چارې هم په یوه برخه کې سمبالې کړي
دې لیګ ته د کرکټ له نړۍ سربیره د نړۍ بیلابیلې مشهورې څېرې هم ورغوښتل کیږي تر څو د ای پی ایل د پیل په مراسمو کې چې ډير په شاندار ډول هر کال ترسره کیږي ګډون وکړي