افغانستانخبرونه

شان پارنل: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ټول مسوولان به له ځواب‌ ویلو سره مخ شي.

شان پارنل: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ټول مسوولان به له ځواب‌ ویلو سره مخ شي.

کابل ټیلیګراف – ۲۸ کب ۱۴۰۳ لمریز کال

د امریکا د دفاع وزارت ویاند شان پارنل رسینو په خپله لومړۍ خبري ناسته کې  رسینو سره خبرو کې ویلي د افغانستان د دوي دا ډول وتلو او طالبانو د افغانستان سپارل ورته ډیر دردونکي و نوموړي زیاته کړې چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو ټول مسوولان به د داسې وتلو جواب ورکړي.

پارنل وايي ده او ولسمشر ټرمپ دا درک کوي کله چې امریکا چیرته جنګ کوي او بیرته ترې بهر کیږي باید د خپل وتلو او بریا لپاره ځانګړی تعریف ولري چې په خبره یې د افغانستان د وتلو په برخه کې داسې څه نه ول

د هغه په وینا، کله چې امریکا جګړې ته دننه کېږي، باید په پرېکنده ډول بری ترلاسه کړي، له دې پرته به د امریکايي سرتېرو یو نسل له ځانه وپوښتي: «دې ټولو جګړو څه پایله له ځان سره لرله؟»

پارنل همداراز ویلي، دوي د افغانستان په جګړه کې ۳۰ ملګري له لاسه ورکړي خو اوس د هغوي د قربانۍ په بدل کې هیڅ نلري.

نوموړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د ټولو مسوولانو پر ځواب‌ویلو ټینګار کړی او زیاتوي: «که یو سرتېری خپله وسله ورکه کړي، هغه به ځواب ورکوي. له همدې امله ټول معیارونه باید پر لوړپوړو پوځي چارواکو پلي شي.»

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلو ټاکنیزو کمپانونو پرمهال ویلي و، چې له افغانستانه د وتلو ټول عاملین به له دندو ګوښه کړي ټرمپ همدا راز په جوبایډن بار بار نیوکې کړې وې چې له افغانستان د امریکایي ځواکونو وتل ناسوولانه و او باید و ارزول شي

نوموړي بیا په خپلو وروستیو ویناوو کې ویلي و چې که په واک کې وای کله یې هم د بګرام هوايي هډه له لاسه نه ورکوله چې په خبره یې د پرېښودل یې د بایډین لویه تېروتنه وه