
کابل ټیلیګراف – ۲۸ کب ۱۴۰۳ لمریز کال
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس رسنیوسره په خبرو کې ویلي له افغانستان څخه یې د خپلو افغان همکارانو ویستل ته دي هیر کړي او په اړې یې کوم داسې نوملړ هم نشته چې د هغوي د انتقال مخه دې ونیول شي.
د هغې په خبره چې د امریکا د خپلو همکارانو پر انتقال ټنیګار کوي او دا یې اوس هم د سیاست مهمه برخه ده مېرمن بروس زیاته کړه، چې د افغانانو لېږد د امنیتي چکونو او د امریکا د مصوونیت د ساتلو په موخه دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس دغه خبرې په داسې حال کې کوي چې د ولسمشر په توګه د ټرمپ له لوړې وروسته له پاکستان او نورو هېوادونو څخه امریکا ته د افغان کډوالو د لېږدولو پروازونه لغوه شول.
خو دا خبره یې منلې چې د امریکا پخواني پوځي پرسونل لکه ژباړونکو ته د ویزو د ورکړې بهیر تر امنیتي ارزونې لاندې دی او په دې اړه به وروسته خبرې وکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس په داسې حال کې د خپلو افغان همکارانو د ویستلو په اړه واي چې سپینې ماڼۍ ته د ټرمپ له راتګ سره له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د پخوانیو همکارانو د اېستلو بهیر هم ودرېد.
اوس په افغانستان، پاکستان، قطر او د سیمې په نورو هېوادونو کې زرګونه کسان په بې باورۍ کې راګیر دي. دغه کسان د سفر له ټولو پړاوونو تېر شوي او د ویزې د صادرېدو په تمه دي.
د امریکا د کانګرس ځینو غړو د ټرمپ له ادارې غوښتي، چې په افغانستان کې دې د امریکايي ځواکونو پخواني همکاران باید هیر نشي او د هغوي هغې قربانۍ ته په درنه وکتل شي چې د امریکايي ځواکونو سره په جنګ کې یې ورکړې.
په دې وروستیو ورځو کې یو شمېر امریکايي رسنیو د هغو هېوادونو نوملړ خپور کړی، چې د ډونالډ ټرمپ اداره په پام کې لري څو امریکا ته د دوی د اتباعو پر ننوتلو بندیز ولګوي چې پکې افغانستان هم شامل و