افغانستانخبرونه

غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونو له امله لسګونه کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

کابل ټیلیګراف – ۲۸ حوت ۱۴۰۳

اسرائیلو د غزې په بېلابېلو سیمو کې تازه بریدونه کړي چې له امله یې تر ۶۹ کسانو پورې وژل شوي دي.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور لمخې، اسراییل د سې‌شنبې په سهار په ټوله غزه کې هوایي بریدونه وکړل.

فلسطیني چارواکو د لږ تر لږه ۶۹ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

حماس غورځنګ په یوه اعلامیه کې دا بریدونه د اسراییل “بې‌دلیله تاوتریخوالی” وباله او خبرداری یې ورکړ چې دا وضعیت د بندیانو برخلیک له ګواښ سره مخ کوي.

په وروستیو اونیو کې، اسراییل پر غزه خپلو بریدونو ته زور ورکړی، په ځانګړې توګه په رفح کې، چیرې چې ګڼ شمېر فلسطینیان د جګړې له امله بې‌ځایه شوي دي. فلسطیني چارواکي وايي، جګړه نه یوازې د زرګونو کسانو ژوند اخیستی، بلکې د غزې ټولنیز او اقتصادي جوړښت ته یې سخت زیان رسولی دی.

په دې حال کې، د حماس او اسراییل ترمنځ د بندیانو د تبادلې او د احتمالي اوربند لپاره هڅې روانې دي، خو لا هم هېڅ پایله نه‌ده ترلاسه شوې.