افغانستانخبرونه

هلمند کې د یوه روغتون ډاکټر ناڅرګنده کسانو په ډزو وژلی

( کابل ټیلیګراف – ۲۸ کب ۱۴۰۳ لمریز کال )

سرچیني وایي، د هلمند ولایت د موسی کلا ولوسالۍ د کڅ روغتون ډاکټر ناڅرګنده کسانو په ډزو وژلی دی.

دغه سرچینې کابل ټیلیګراف ته وویل: ډاکټر حمدالله چې د یاد کلینک د ډاکټرانو او پرسونل تنخوا یې له مرکز څخه روغتون ته لیږدولې وه، تېره شپه ناڅرګنده کسانو پرې حمله کړې او هغه یې وژلی دی.

دغه سرچینې واضحه نه کړه، چې له نوموړي څخه د ډاکترانو تنخوا هم یادو کسانو وړې او کنه، خو زیاته یې کړه، هغه د شپې لخوا په روغتون کې یواځې وو.

سرچینه وایي، یاده چاره د غلو لخوا ترسره شوې، خو تر اوسه په سیمه کې طالبانو د یادې پېښې په اړه څه ندي ویلي.